
د توکو معامله یوازې د لویو بنسټونو یا مالي پوهانو لپاره نه ده. دا د هر هغه چا لپاره ده چې غواړي ستاسو د معاملو ستراتیژي متنوع کړي. که هغه فلزات وي، انرژي وي، یا کرنیز محصولات، توکي ځانګړې ګټې وړاندې کوي چې کولی شي د خطرونو په انډول ساتلو او د نویو فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.
راځئ وګورو چې ولې هغوی ستاسو په پورټ فولیو کې د ځای درلودلو وړ دي.
توکي څنګه ستاسو د معاملو ستراتیژي پیاوړې کولی شي
ستاسو د پورټ فولیو لپاره یو طبیعي خوندي کوونکی سپر
سټاکونه خپلې لوړې او ژورې لري، خو توکي؟ هغوی په خپله لاره ځي. څرنګه چې هغوی تل د سټاکونو یا اسعارو په څېر ورته بهیرونه نه تعقیبوي، کله چې نور بازارونه زیان ویني نو توکي کولی شي ستاسو د پورټ فولیو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه، کله چې د سټاک بیې رالوېږي، ګرانبیه فلزات لکه سره زر ډېری وخت لا ډېر ځلېږي. دا په عمل کې د پورټ فولیو انډول دی!
د انفلاسیون تر ټولو لوی دښمن
ایا کله مو داسې احساس کړی چې ستاسو پیسې نور د پخوا په څېر ارزښت او برکت نه لري؟ دا د انفلاسیون کار دی. څرنګه چې اومه مواد لکه تېل او فلزات د غوښتنې له زیاتېدو سره لا ارزښتناک کېږي، نو توکي کولی شي د انفلاسیون د اغېزو په مهارولو کې مرسته وکړي. په دې اړه داسې فکر وکړئ: کله چې د ورځنیو توکو بیې لوړېږي، ورسره د هغو موادو لګښت هم لوړېږي چې د یادو محصولاتو په جوړولو کې کارول کېږي او دا کولی شي د معاملو نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د بازار د بې ثباتۍ پر مهال یوه دفاعي شتمني
ځینې شتمنۍ د وخت په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي، خو د سرو زرو او سپینو زرو په څېر توکي؟ هغوی د پایښت جدي وړتیا لري. ګرانبیه فلزات د “خوندي پناه ځایونو” په نوم یادېږي ځکه هغوی حتی هغه وخت هم خپل ارزښت ساتي کله چې اقتصاد له سختو شرایطو سره مخ شي. له همدې امله، کله چې مالي بازارونه بې ثباته شي، ډېری معامله کوونکي د ارزښت د یوې باثباته زېرمې په توګه سرو زرو ته مخه کوي - دا د یو مالي امنیتي پوښ په څېر دی.
د توکو او اسعارو ترمنځ اړیکه
توکي یوازې بازارونه نه خوځوي. هغوی پر اسعارو هم اغېز کوي. دلته د اسعارو درې جوړې دي چې د توکو له بیو سره نږدې تړاو لري:
USD/CAD (امریکایي ډالر/کاناډایي ډالر)
کاناډا د نړۍ د تېلو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه ده، نو د دې هېواد اسعار ډېری وخت د تېلو له بیو سره همغږی حرکت کوي. کله چې د تېلو بیې لوړېږي، کاناډایي ډالر (CAD) د امریکایي ډالر (USD) په وړاندې پیاوړی کېږي.
د معاملې لارښوونه: د تېلو د بیو پر بهیرونو نظر وساتئ. که د تېلو بیې په چټکۍ لوړې شي خو CAD لا حرکت نه وي کړی، کېدای شي د لوړېدو لپاره چمتووالی نیسي.
AUD/USD (آسترالیایي ډالر/امریکایي ډالر)
آسترالیا په خورا زیاته کچه سره زر صادروي، چې له امله یې د دې هېواد اسعار د سرو زرو له بیو سره نږدې تړاو لري. سربېره پر دې، څرنګه چې چین د آسترالیا له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی، نو اومه موادو ته د چین غوښتنه هم پر آسترالیایي ډالر (AUD) اغېز کولی شي.
د معاملې لارښوونه: د سرو زرو بیې او د چین د اقتصاد په اړه خبرونه وڅارئ. که سرچینو ته د چین غوښتنه زیاته شي، کېدای شي AUD هم ورپسې لوړ شي.
NZD/USD (نیوزیلینډي ډالر/امریکایي ډالر)
نیوزیلینډ د لبنیاتو له مخکښو صادرونکو څخه دی، او د دې هېواد اسعار ډېری وخت د شیدو، غوښې او وړیو د بیو پر بنسټ بدلون مومي. څرنګه چې آسترالیا د هغه له سترو سوداګریزو شریکانو څخه ده، نو نیوزیلینډي ډالر (NZD) له آسترالیایي ډالر سره هم پیاوړې اړیکه لري.
د معاملې لارښوونه: په AUD/USD او NZD/USD جوړو کې بهیرونه سره پرتله کړئ. که یوه جوړه چټک حرکت وکړي، بله یې کېدای شي ورپسې وي.
Quiz
کوم توکی پر AUD تر ټولو ډېر اغېز کوي؟


