
معاملې کول احساساتي کېدای شي، او دا یوه عادي خبره ده. معاملې کول د احساساتو د لوړو او ژورو په څېر احساس کېدای شي. د یوې لویې ګټې خوښي، د زیان ناهيلي، او د راتلونکي فرصت د ترلاسه کولو تنده. دا ټول د دې بهیر برخه ده. خو که یو شی وي چې تجربه لرونکي معاملهکوونکي پرې پوهېږي، هغه دا دی چې احساسات ستاسو تر ټولو بد دښمن کېدای شي.
ارام، سړه سینه او باثباته پاتې کېدل یوازې یو ښه عادت نه دی. دا د اوږدمهاله بریا لپاره اړین دی. احساساتو ته د کنټرول سپارل د بېړنیو پرېکړو، لویو خطرونو او له بده مرغه، د لویو زیانونو لامل کېدای شي. نو راځئ په دې وغږېږو چې ولې پر خپلو احساساتو کنټرول لرل یو بنسټیز بدلون راوستلی شي او تاسو دا کار څنګه کولی شئ.
له حده زیاتې معاملې مخکې له دې چې پیل شي، ودروئ
ایا کله مو داسې لېوالتیا احساس کړې چې معاملو ته دوام ورکړئ، ان کله چې پوهېږئ باید یو ګام شاته شئ؟ همدې ته له حده زیاتې معاملې کول وایي. دا هغه وخت پېښېږي کله چې معاملهکوونکي یا ډېرې زیاتې معاملې کوي او یا په یوه پوزیشن کې ډېره زیاته پانګه کاروي. او پوهېږئ څه؟ دا نږدې تل د احساساتو له امله رامنځته کېږي، که هغه د زیان د جبرانولو هڅه وي او که د پرلهپسې ګټورو معاملو خوښي او جوش وي.
د بازار شرایط هم تاسو تېر ایستلی شي. کله چې بیې په چټکۍ سره حرکت پیل کړي، سړی هڅول کېږي چې یوازې له دې چټک حرکت څخه د ګټې اخیستنې لپاره بازار ته ننوځي. خو له یو روښانه پلان پرته، تاسو ممکن ناڅاپي پرېکړې وکړئ چې تاسو له خپلې لارې وباسي او له غیر ضروري خطرونو سره مو مخ کړي.
څنګه له حده زیاتو معاملو مخنیوی وکړئ؟ منظم اوسئ
- د معاملو پر یو پلان کلک ودرېږئ. یو پیاوړی پلان تاسو ثابت او متمرکز ساتي.
- خپل پورټ فولیو متنوع کړئ. خپله ټوله پانګه په یوه ځای کې د راټولولو پر ځای په بېلابېلو شتمنیو کې ووېشئ.
- خپله پانګه کنټرول کړئ. یوازې په هغومره مقدار معامله وکړئ چې د زیان زغملو توان یې لرئ، نه د هغه څه پر بنسټ چې د ترلاسه کولو هیله یې لرئ.
له خطر سره مخ کېدل تر کنټرول لاندې وساتئ
خطر د معاملو د نړۍ یوه برخه ده. له دې څخه تېښته نشته. خو احساسات؟ هغه تاسو اړ ایستلی شي چې تر خپلې اندازې ډېر زیات خطر ومنئ.
د بېلګې په توګه، یو مخ په لوړېدو بازار په پام کې ونیسئ. بیې پورته ځي، او معاملهکوونکي اندېښنه پیلوي چې هسې نه فرصت له لاسه ورکړي. د فرصت له لاسه ورکولو وېره (FOMO) خلک دې ته اړ ایستلی شي چې له ژور فکر پرته معاملو ته ننوځي. او بیا تمه او حرص رامنځته کېږي؛ هغوی د لا زیاتو ګټو په هیله خپل پوزیشنونه تر ډېره وخته خلاص ساتي. خو لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو، بازار تل زموږ په خوښه نه ځي، او هغه ګټې څومره ژر چې راغلې وې، هغومره ژر بېرته له منځه تللی شي.
څنګه خطر مدیریت کړئ او له FOMO څخه ځان وساتئ؟ د خپلو معاملو طریقه وټاکئ
- یوه روښانه ستراتیژي ولرئ. دا تاسو متمرکز ساتي او د بېړنیو پرېکړو له کولو مو راګرځوي.
- له مخکې پلان جوړ کړئ. مخکې له دې چې احساسات دخیل شي، په دقیقه توګه پوه شئ چې کله معاملو ته ننوځئ او کله ترې وځئ.
- انعطاف منونکي اوسئ. بازارونه په دوامداره توګه بدلېږي. پر پلان درېدل ښه کار دی، خو په پټو سترګو د رجحانونو تعقیبول؟ دومره ښه نه دي.
د غچ اخیستونکو معاملو مخه ونیسئ
راځئ د غچ اخیستونکو معاملو په اړه وغږېږو. هغه شېبه خو تاسو ته معلومه ده چې کله یو لوی زیان وینئ او سمدلاسه بلې معاملې ته ننوځئ، په دې هیله چې خپلې پیسې بېرته ترلاسه کړئ. دا احساس د پوهېدو وړ دی، خو پایله یې ډېره کمه ښه وي.
د خپلې تګلارې د بیا ارزولو پر ځای، غچ اخیستونکي معاملهکوونکي له مناسب پلان پرته نېغ په نېغه معاملې ته ننوځي. او دا چې هغوی د ستراتیژۍ پر ځای د احساساتو له مخې عمل کوي، ډېری وختونه لا ډېرې خطرناکې معاملې کوي. ډېر خطر د ډېرو زیانونو، ډېرې ناهیلۍ، او لکه څنګه چې تاسو اټکل وکړ، د لا ډېرو غچ اخیستونکو معاملو لامل کېږي. دا یوه زیانمنه کړۍ ده چې ماتول یې ستونزمن دي.
څنګه له غچ اخیستونکو معاملو ډډه وکړئ؟ د خطر د مدیریت وسیلې وکاروئ

- Stop Loss وټاکئ. که بازار ستاسو خلاف حرکت وکړي، دا ستاسو پوزیشن په اتوماتیک ډول تړي او تاسو له لویو زیانونو ساتي.
- د معاملو د یادښت کتابچه وساتئ. د خپلو ګټو او زیانونو ثبتول او څارل له تاسو سره مرسته کوي چې له خپلې تجربې زدهکړه وکړئ او خپله ستراتیژي لا ښه کړئ.
نن ورځ د خپلو معاملو ذهنیت پیاوړی کړئ
د معاملو پر ارواپوهنه برلاسي کېدل هماغومره مهم دي لکه د چارټونو تحلیل یا د بازار د رجحانونو تعقیبول. که تاسو وکولی شئ خپل احساسات کنټرول کړئ، پر خپله ستراتیژۍ کلک ودرېږئ، او د خطر د مدیریت وسیلې په هوښیارۍ سره وکاروئ، تاسو به د اوږدمهاله بریا لپاره په ډېر غوره دریځ کې یاست.
نو ولې له ننه پیل نه کوئ؟ د ډیمو حساب له لارې هوښیارې معاملې تمرین کړئ، یا د خپلو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره په Deriv Academy کې زموږ وړیا کورسونه وګورئ.
د پیل کولو لپاره د خپل موجوده Deriv حساب د برېښنالیک او پټنوم په کارولو سره Deriv Academy ته ننوځئ.
Quiz
د غچ اخیستنې معاملو (revenge trading) څخه د مخنیوي تر ټولو غوره لاره کومه ده؟


