
تاسو د فارکس معاملو په اساساتو پوره پوه شوي یاست، خو دلته یوه پوښتنه ده: کله چې تاسو یوه معامله د شپې لخوا پرانیستې پرېږدئ، نو څه پېښېږي؟ د فارکس بازار شپه او ورځ فعال وي؛ ان هغه مهال چې تاسو معامله نه کوئ.
دا هغه ځای دی چې سواپونه پکې رول لوبوي.
سواپونه څه دي؟
سواپونه د فارکس په نړۍ کې د سود د ورکړې په څېر وګڼئ. کله چې تاسو د اسعارو جوړو معامله کوئ، تاسو په اصل کې یوه کرنسي پور اخلئ ترڅو بله پرې واخلئ. او د هر بل پور په څېر، دلته هم سود شامل وي. ستاسو معاملې ته په پام سره، سواپونه کولی شي د شپې لخوا ستاسو ګټې زیاتې کړي او یا یې راکمې کړي.
د سواپ ګټل د سواپ ورکولو پر وړاندې
دا چې تاسو سود (سواپونه) ترلاسه کوئ او که یې ورکوئ، پر څو مهمو لاملونو پورې اړه لري:
- د سود کچې: هره کرنسي د خپل هېواد د مرکزي بانک لخوا ټاکل شوې د سود کچه لري. هر څومره چې دا توپیر لوی وي، پر سواپونو یې اغېز هم ډېر وي.
- ستاسو پوزیشن: که تاسو داسې کرنسي واخلئ چې د سود کچه یې له هغې کرنسۍ لوړه وي چې تاسو یې پلورئ، نو تاسو کولی شئ سود ترلاسه کړئ. خو که تاسو د سود د کچې د توپیر په مخالف اړخ کې یاست، کېدای شي د هغې پر ځای سود ورکړئ.
بېلګه: په EUR/USD کې سواپونه څنګه کار کوي
تصور وکړئ چې تاسو د امریکایي ډالر (USD) پر وړاندې د یورو (EUR) معامله کوئ:
- لومړی حالت: د یورو د سود کچه لوړه ده
- د EUR/USD پېرل: تاسو USD (ټیټ سود) پور اخلئ ترڅو EUR (لوړ سود) پرې واخلئ. کېدای شي تاسو د شپې لخوا سود ترلاسه کړئ.
- د EUR/USD پلورل: تاسو EUR (لوړ سود) پور اخلئ او USD (ټیټ سود) ساتئ. تاسو به په ډېر احتمال سره سود ورکړئ.
- دویم حالت: د امریکایي ډالر د سود کچه لوړه ده
- د EUR/USD پېرل: تاسو د لوړ سود لرونکی USD پور اخلئ ترڅو د ټیټ سود لرونکې EUR پرې واخلئ. تاسو به ښایي سود ورکړئ.
- د EUR/USD پلورل: تاسو یورو (ټیټ سود) پور اخلئ او ډالر (لوړ سود) ساتئ. کېدای شي تاسو د شپې لخوا سود ترلاسه کړئ.
د سواپ لګښتونه څومره دي؟
په هره معامله کې د سواپ فیسونه یا عواید ډېر زیات نه وي، خو د وخت په تېرېدو سره راټولېدای شي. دقیقه اندازه یې پر لاندې ټکو پورې اړه لري:
- د دواړو کرنسیو ترمنځ د سود د کچې توپیر.
- ستاسو د معاملې کچه (لویې معاملې د لویو سواپونو په مانا دي).
تاسو خپل پوزیشن د څومره وخت لپاره ساتئ (هر څومره چې یې ډېر وخت وساتئ، سواپونه هم هومره ډېر اغېز پرې کوي).
د سواپ ځیرکې ستراتیژۍ
غواړئ چې سواپونه ستاسو پر زیان نه، بلکې ستاسو په ګټه کار وکړي؟ لاره یې دلته ده:
- د خپلو اسعارو جوړې په دقت سره وټاکئ. هغو جوړو ته لومړیتوب ورکړئ چې د سود د کچې توپیر یې ستاسو په ګټه کار کوي.
- د مرکزي بانک له تګلارو ځان خبر وساتئ. د سود کچې بدلېږي، نو هغو خبرونو ته پام کوئ چې پر سواپونو اغېز کولی شي.
- د کیري ټرېډ (carry trade) ستراتیژي په پام کې ونیسئ. ځینې معامله کوونکي په ځانګړي ډول داسې معاملې ټاکي ترڅو د وخت په تېرېدو سره له سواپونو ګټه ترلاسه کړي.
سواپونه د فارکس د معاملو یوه معیاري برخه ده. خو که پرې پوه شئ، کولی شئ په خپله ګټه یې وکاروئ. د سمې ستراتیژۍ په مرسته، سواپونه کولی شي د شپې لخوا د عوایدو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
غواړئ نور هم زده کړئ؟ د فارکس د ژورو کورسونو لپاره Deriv Academy ته ولاړ شئ، او یا هم له ژوندۍ معاملې پیلولو مخکې پر یوه ازمایښتي حساب خپلې ستراتیژۍ وازمویئ.
Quiz
په کوم حالت کې کېدای شي تاسو د شپې په اوږدو کې سود ترلاسه کړئ؟


