
ایا کله مو داسې احساس کړی چې بازار په معماوو کې خبرې کوي؟ ښه خبر دا دی چې همداسې ده، خو دا معماوې په اصل کې د چارټ بڼې د شمعې ډوله چارټ بڼې (candlestick patterns) دي!
تر ټولو غوره برخه یې کومه ده؟ د دوی د پېژندلو لپاره اړتیا نه لرئ چې د ریاضي نابغه یا د معاملو لوی ماهر اوسئ. ستاسو سترګې په طبیعي ډول د بڼو د موندلو وړتیا لري، نو راځئ چې دا مهارت په کار واچوو! خو مخکې له دې چې د چارټ بڼو ته ننوځو، راځئ د هغوی د بنسټیزو برخو په اړه خبرې وکړو: د ملاتړ او مقاومت د رجحان کرښې (trend lines).
د رجحان کرښې: د چارټ د بڼو د ملا تیر
د رجحان کرښه په ساده ډول یوه داسې کرښه ده چې پر چارټ باندې د بیې مهمې نقطې سره نښلوي، لکه د یوې اونۍ یا میاشتې د پیل بیې. دا د یو لارښود په توګه په پام کې ونیسئ چې معامله کوونکو سره د بیې د احتمالي خوځښتونو په پېژندلو کې مرسته کوي. هر کله چې بیه له دې کرښې تېره شي، دې ته بریک اوټ (breakout) ویل کېږي، او دا د دې نښه ده چې ښایي یو نوی رجحان د جوړېدو په حال کې وي.

ملاتړ او مقاومت د رجحان تر ټولو مشهورې کرښې دي چې معامله کوونکي یې کاروي.
ملاتړ او مقاومت: د بازار پټ خنډونه
د ملاتړ او مقاومت کچې د پټو دېوالونو په څېر عمل کوي چې بیې ترې په اسانۍ نه شي تېرېدلی.

- ملاتړ (Support): د بیې هغه کچه ده چېرې چې د ښکته کېدو رجحان درېږي او یا بېرته پورته کېږي. تصور وکړئ کله چې یوه شتمني ارزانه شي، معامله کوونکي د یوې شتمنۍ د پېرلو لپاره راماتېږي او د بیې د لا نور راټیټېدو مخه نیسي.
- مقاومت (Resistance): د بیې هغه کچه ده چېرې چې د پورته کېدو رجحان ورو کېږي یا بېرته راګرځي. دا هغه ځای دی چېرې چې معامله کوونکي پلورل پیلوي او د بیې د لا لوړېدو مخه نیسي.
راځئ چې دا موضوع په یوه بېلګه کې روښانه کړو:
تصور وکړئ چې د سرو زرو بیې له څو ورځو راهیسې مخ په ښکته روانې دي. د هر ګرام پر سر په $50 بیه، پېرودونکي په ګڼ شمېر کې بازار ته راځي او بیې بېرته پورته بیایي. د $50 دغه کچه د ملاتړ پر کچې بدلېږي.
اوس فرض کړئ چې سره زر د هر ګرام پر سر $100 ته پورته کېږي. ځینې معامله کوونکي چې د بیې د ټیټوالي موقع یې له لاسه ورکړې وه، پرېکړه کوي چې اوس د پلورلو وخت دی. عرضه تر تقاضا زیاتېږي او بیې په ټپه درېږي. د $100 دغه کچه اوس د مقاومت کچه ده.
بیې ډېری وخت د دغو کچو ترمنځ پورته او ښکته ځي او رجحانونه جوړوي. خو کله چې دوی د ملاتړ یا مقاومت کچه ماتوي، نو ښایي یو نوی پیاوړی رجحان رامنځته شي-دا هغه ځای دی چېرې چې د معامله کوونکو لپاره فرصتونه رامنځته کېږي!
د رسمولو وسیلې: د معاملو لپاره ستاسو ډیجیټل کتابچه
د رجحانونو د پېژندلو لپاره، تاسو اړتیا لرئ چې د خپلې بیې پر چارټونو باندې د ملاتړ او مقاومت کرښې رسم کړئ. دلته نو د رسمولو وسیلې په کار راځي! د معاملو ډېری پلیټ فارمونه، د Deriv Trader په ګډون، تاسو ته بېلابېلې وسیلې درکوي ترڅو د رجحان کرښې پرې وکاږئ.

مسلکي مشوره: که تاسو تازه پیل کوئ، نو د Line وسیله ستاسو تر ټولو غوره ملګرې ده. دا د رجحان د کرښو د رسمولو او د بڼو د پېژندلو د پیلولو تر ټولو ساده لار ده.
دلته په Deriv Trader کې د ETH/USD پر شمعې ډوله چارټ باندې د Line وسیلې په کارولو سره د ملاتړ او مقاومت د جوړو شویو رجحان کرښو یوه بېلګه وړاندې شوې ده:

د رجحان کرښې په معاملاتي ستراتیژیو معاملاتي ستراتیژیو بدلول
یوازې د ملاتړ او مقاومت د کچو پېژندل لا دمخه تاسو ته یوه برتري درکولی شي، خو د چارټ له بڼو سره د هغوی یوځای کول ستاسو وړاندوینې لا پسې دقیقې کولی شي! له وخت مخکې د یوې بڼې پېژندل تاسو سره مرسته کولی شي چې د بیې احتمالي خوځښتونه اټکل کړئ او له هغې سره سم عمل وکړئ.
ولې خپل مهارتونه نه ازمایئ؟ د Deriv یو وړیا تمریني حساب (demo account) پرانیزئ او د اصلي پیسو له خطر پرته، په ژوندۍ بڼه د رجحان د کرښو د رسمولو او د بڼو د پېژندلو تمرین پیل کړئ.
ښې معاملې ولرئ!
Quiz
د معاملو پر چارټ باندې د ملاتړ (support) او مقاومت (resistance) کچو اصلي دنده څه ده؟


