د فارکس جوړو پېژندنه
د فارکس (forex) معاملو په نړۍ کې، د فارکس جوړو پر مفهوم پوهېدل د نویو زده کوونکو لپاره خورا اړین دي. که څه هم په ویډیو کې یوه پیاوړې سریزه وړاندې شوه، خو دا درس به د فارکس جوړو هغه بنسټیز اړخونه لا پسې پراخ کړي چې په 2 ویډیو کې معرفي شوي وو، او پر مهمو برخو لکه د فارکس جوړې اجزاوو، د پېپونو (pips) اهمیت، او ستاسو د معاملو د اندازې پر سم ټاکلو به تمرکز وکړي.
د فارکس جوړې اجزاوې
هره د فارکس جوړه له دوو کرنسیو څخه جوړه ده: بنسټیزه کرنسي (base currency) او د نرخ کرنسي (quote currency). بنسټیزه کرنسي په جوړه کې لومړۍ لیکل شوې کرنسي ده چې تاسو یې اخلئ، په داسې حال کې چې د نرخ کرنسي دویمه کرنسي ده، چې د بنسټیزې کرنسۍ د یوه واحد د اخیستلو لپاره د اړینې اندازې استازیتوب کوي.
د بېلګې په توګه، د EUR/USD په کرنسي جوړه کې:
- بنسټیزه کرنسي: EUR (یورو)
- د نرخ کرنسي: USD (امریکایي ډالر)
کله چې تاسو د EUR/USD لپاره د 1.0697 په څېر نرخ وینئ، دا په دې مانا ده چې یوه یورو له 1.0697 امریکایي ډالرو سره برابره ده. پر دې اړیکې پوهېدل بنسټیز ارزښت لري، ځکه چې تاسو د معاملې پر مهال په حقیقت کې بنسټیزه کرنسي اخلئ او د نرخ کرنسي پلورئ.
د پېپونو اهمیت
پېپ (pip)، یا “په ټکي کې سلنه” (percentage in point)، په یوه کرنسي جوړه کې د بیې د بدلونونو د اندازه کولو تر ټولو کوچنی واحد دی. په عمومي توګه، د ډېری جوړو لپاره، یو پېپ د اعشاري څلورمې مرتبې (0.0001) له لارې ښودل کېږي؛ خو د جاپاني ین (yen) جوړو لپاره، دا د اعشاري دویمې مرتبې (0.01) له لارې ښودل کېږي.
پر پېپونو پوهېدل اړین دي ځکه چې هغوی درسره د بیې د بدلونونو او احتمالي ګټې یا زیان په اندازه کولو کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه، که تاسو پر EUR/USD د اخیستلو معامله (long) پرانیستې وي او بیه له 1.2050 څخه 1.2051 ته لاړه شي، دا د 1 پېپ ګټه ده.
دا مفهوم هغه وخت مهم کېږي کله چې خبره ستاسو د لاټ (lot) له اندازې سره په تړاو کې د هر پېپ د خوځښت د ارزښت محاسبې ته رسېږي، کوم چې په بازار کې ستاسو د نیول شوي پوزیشن له اندازې څخه اغېزمن کېږي.
د لاټ پر اندازو پوهېدل
د فارکس په معاملو کې، “لاټ” د یوې معاملې اندازې ته اشاره کوي او کولی شي د هغه خطر پر کچه د پام وړ اغېزه وکړي چې تاسو یې منئ. د لاټ عامې اندازې په لاندې ډول دي:
- معیاري لاټ (Standard Lot): د بنسټیزې کرنسۍ 100,000 واحدونه.
- مېني لاټ (Mini Lot): د بنسټیزې کرنسۍ 10,000 واحدونه.
- مایکرو لاټ (Micro Lot): د بنسټیزې کرنسۍ 1,000 واحدونه.
- نانو لاټ (Nano Lot): د بنسټیزې کرنسۍ 100 واحدونه.
د لاټ د مناسبې اندازې ټاکل خورا مهم دي. لوی لاټونه د لوړو احتمالي ګټو استازیتوب کوي خو له زیاتو خطرونو سره هم مل وي، په داسې حال کې چې کوچني لاټونه د ډېرو کنټرول شویو او مدیریت وړ معاملو زمینه برابروي. دا پرېکړه باید د خطر منلو له وړتیا او ستاسو د معاملو له تګلارې سره سمون ولري.
د لاټونو او پېپونو ترمنځ اړیکه
د لاټونو او پېپونو ترمنځ اړیکه د فارکس په معاملو کې ستاسو د احتمالي ګټې یا زیان په ټاکلو کې خورا مهمه ده. د یوه پېپ ارزښت د هغه لاټ پر اندازې پورې اړه لري چې تاسو پرې معامله کوئ. د بېلګې په توګه، کله چې ستاسو د معاملو د حساب کرنسي امریکایي ډالر وي، او USD د جوړې دویمه کرنسي (یا د نرخ کرنسي) وي، لکه د EUR/USD په جوړه کې، پېپ پر 0.0001 ثابت وي. نو که تاسو د EUR/USD پر یوه معیاري لاټ (100,000 واحدونو) معامله کوئ، د 1 پېپ خوځښت د $10 ګټې یا زیان په مانا دی.
پر دې محاسبې د پوهېدو لپاره، تاسو کولی شئ لاندې فورمول وکاروئ:
د پېپ ارزښت = د معاملې ارزښت × د نرخ کرنسۍ پېپ
په EUR/USD کې د یوه معیاري لاټ لپاره:
په اعشاري مرتبو کې پېپ 0.0001 دی.
د یوه معیاري لاټ لپاره د معاملې اندازه 100,000 واحدونه ده.
د فورمول په کارولو سره:
د پېپ ارزښت = 100,000 x 0.0001 = $10
له همدې امله، پر معیاري لاټ د معاملې پر مهال په EUR/USD کې د هر پېپ د خوځښت لپاره، ارزښت د $10 په اندازه بدلېږي.
که USD د جوړې لومړۍ کرنسي (یا بنسټیزه کرنسي) وي، لکه د USD/EUR په جوړه کې، د پېپ په ارزښت کې د تبادلې نرخ هم شامل وي. د پېپ اندازه د تبادلې پر نرخ وېشئ او بیا یې د معاملې په ارزښت (یا د لاټ په اندازې) کې ضرب کړئ.
د پېپ ارزښت = د معاملې ارزښت (د پېپ اندازه ÷ د تبادلې نرخ)
په USD/EUR کې د یوه معیاري لاټ لپاره:
په اعشاري مرتبو کې پېپ 0.0001 دی.
د یوه معیاري لاټ لپاره د معاملې اندازه 100,000 واحدونه ده.
د تبادلې نرخ 0.91469 دی
د فورمول په کارولو سره:
د پېپ ارزښت = 100,000 (0.0001 ÷ 0.91469) = 10.93$
دا اړیکه د معاملو د باخبره پرېکړو کولو لپاره خورا حیاتي ده، ځکه دا درسره مرسته کوي چې د لاټ د هغې اندازې له مخې چې تاسو یې ټاکئ، د هر پېپ له خوځښت سره تړلی خطر وارزوئ.
پایله: د یوه پیاوړي بنسټ جوړول
د فارکس جوړو پر بنسټیزو ټکو بشپړ پوهېدل د فارکس معاملو په بهیر کې ستاسو د سفر لپاره یو پیاوړی بنسټ ږدي. د کرنسي جوړې پر اجزاوو، د پېپونو پر اهمیت، او د خپلو معاملو د اندازې پر سم ټاکلو پوهېدل ډاډ درکوي چې تاسو کولی شئ بازار ته په یوې سالمې تګلارې سره داخل شئ. لکه څنګه چې تاسو د فارکس معاملو سپړلو ته دوام ورکوئ، د دغو مفاهیمو پلي کول به ستاسو د پرېکړې کولو وړتیا او د ستراتیژیکو معاملو هڅې لا پیاوړې کړي.
Quiz
د فارکس په معاملو کې پیپ (pip) د څه شي استازیتوب کوي؟
په فارکس کې د لاټ اندازه (lot size) ستاسو پر معاملو څنګه اغېز کوي؟
په EUR/USD جوړه کې، EUR د څه شي استازیتوب کوي؟


