اصلي منځپانګې ته تېریږئ
درس
7
مشتقات | پیل کوونکی

د DBot د معاملو پلیټ فارم

موده
8
دقیقې


د دې کورس په وروستي درس کې به موږ Deriv Bot وڅېړو، چې له کوډ پرته یوه پیاوړې حل‌لاره ده او تاسو ته اجازه درکوي چې په اسانۍ سره د اتومات معاملو ستراتیژۍ جوړې کړئ او 24/7 د معاملو فرصتونه ترلاسه کړئ. د ساده راکښلو او خوشې کولو (drag-and-drop) “بلاکونو” د ځانګړتیا په کارولو سره، د هرې کچې تجربې لرونکي معامله‌کوونکي کولی شي د خپلو معاملاتي اړتیاوو سره سم ځانګړې ستراتیژۍ جوړې کړي.
‍

د Deriv Bot پېژندنه

Deriv Bot د اسانه کارونې لپاره ډیزاین شوی، چې معامله‌کوونکو ته یو اسانه انټرفیس برابروي ترڅو د پروګرام لیکنې مهارتونو ته له اړتیا پرته خپلې د معاملو ستراتیژۍ اتومات کړي.
‍

Deriv Bot ته لاسرسی

له Deriv Bot سره د پیل کولو لپاره:

  1. د Deriv په Trader's Hub کې خپل حساب ته ننوځئ.
    ‍
  2. د باټ ډشبورډ ته د لاسرسي لپاره له شته انتخابونو څخه “Deriv Bot” وټاکئ.

کله چې ننوځئ، تاسو به د خپل معاملاتي سفر د پیل کولو لپاره له څو انتخابونو سره مخ شئ.
‍

د Deriv Bot ډشبورډ ځانګړتیاوې

د Deriv Bot ډشبورډ ته په ننوتلو سره، تاسو به څلور اساسي انتخابونه ووینئ:

  • شته ستراتیژۍ راپورته کړئ: له “My Computer” یا “Google Drive” څخه ستراتیژۍ راوارد کړئ.
    ‍
  • چټکه ستراتیژي: له مخکې ټاکل شویو ستراتیژۍ چوکاټونو څخه په ګټې اخیستنې د معاملو باټ د چمتو او فعالولو تر ټولو چټکه لاره.
    ‍
  • باټ جوړوونکی: د پرمختللو کاروونکو لپاره، دا له سره د ځانګړو ستراتیژیو د جوړولو اجازه ورکوي.
    ‍

چټکه ستراتیژي

د چټکې ستراتیژۍ ځانګړتیا هر د معاملو باټ په دوو اصلي برخو وېشي:

  1. د ستراتیژۍ چوکاټ: دا ټاکي چې ستاسو باټ به د ګټورتیا پر بنسټ له هرې معاملې وروسته د سټیک اندازه څنګه تنظیم کړي.
    • د ستراتیژۍ د چوکاټونو بېلګې دا دي:
      • Martingale: د لګښتونو د جبرانولو لپاره له زیان وروسته سټیک دوه برابره کوي.
        ‍
      • D'Alembert: د یوې ټاکلې واحدې اندازې له مخې سټیک تنظیموي، له زیان وروسته یې زیاتوي او له ګټورې معاملې وروسته یې کموي.
        ‍
      • Oscar's Grind: د وړو او پرله‌پسې ګټو پر ترلاسه کولو تمرکز کوي.
        ‍
      • Reverse Martingale: د پرله‌پسې ګټورو معاملو د اعظمي کولو لپاره، له ګټورې معاملې وروسته سټیک زیاتوي او له زیان وروسته یې کموي.
        ‍
      • 1-3-2-6: له پرله‌پسې ګټورو معاملو وروسته د سټیک یو ثابت ترتیب تعقیبوي.
  2. د معاملې پارامترونه: دا پارامترونه د معاملې وړ شتمني، د معاملې ډول، د پېرلو شرایط، لومړنی سټیک، موده، د ګټې حد، او د زیان حد مشخص کوي.

ستاسو د ستراتیژۍ تنظیمول

د خپلې ستراتیژۍ د چوکاټ تر ټاکلو او د معاملې د اړینو پارامترونو تر ډکولو وروسته، د خپل باټ د پیلولو لپاره یوازې پر “Run” کلیک وکړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې هره ستراتیژي لومړی پر ډیمو حساب تمرین کړئ ترڅو خپله تګلاره پیاوړې کړئ او باور پیدا کړئ.
‍

د باټ جوړوونکي کارول

د هغو کسانو لپاره چې غواړي خپلې ستراتیژۍ لا نورې ځانګړې کړي، باټ جوړوونکی پرمختللې ځانګړتیاوې وړاندې کوي:

  • کاري ساحه (کانواس): دا هغه ځای دی چیرې چې تاسو د خپل باټ لپاره د ځانګړو دندو جوړولو په موخه بلاکونه راکاږئ او خوشې کوئ.
    ‍
  • د بلاکونو مینو: د معاملې پر پارامترونو، د پېرلو پر شرایطو، د پلورلو پر شرایطو، او د معاملو د بیا پیلولو پر شرایطو وېشل شوې ده. هر بلاک ځانګړې لارښوونې لري چې د باټ د فعالیت څرنګوالی رهبري کوي.
    ‍

د بلاک د دندو بېلګې

  1. د معاملې پارامترونه: وټاکئ چې په کوم بازار کې معامله وشي، د قرارداد ډولونه، او د سټیک اندازې کومې وي.
    ‍
  2. د پېرلو شرایط: مشخص کړئ چې باټ باید ستاسو د معیارونو پر بنسټ کله معاملو ته ننوځي.
    ‍
  3. د پلورلو شرایط: لارښوونه وکړئ چې باټ باید د معاملې د فعال پاتې کېدو پر مهال څنګه چلند وکړي.
    ‍
  4. د معاملو د بیا پیلولو شرایط: تنظیم کړئ چې د نوي قرارداد له پیلولو مخکې د اوسني قرارداد تر پای ته رسېدو وروسته څه پېښ شي.
    ‍

پایله

له Deriv Bot سره، تاسو په خپل لاسرسۍ کې د اتومات معاملو د داسې ستراتیژیو د جوړولو لپاره یوه پیاوړې وسیله لرئ چې ستاسو د معاملو له سبک او غوره توبونو سره سمون خوري. د چټکې ستراتیژۍ او باټ جوړوونکي په کارولو سره، تاسو کولی شئ د Deriv پلیټ فارم دننه معاملو ته یوه منظمه تګلاره رامنځته کړئ.

په یاد ولرئ چې ژوندیو معاملو ته تر تېرېدو مخکې پر ډیمو حساب په بشپړ ډول تمرین وکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې د خپلو ټاکل شویو ستراتیژیو په باریکیو پوهېږئ. زموږ په راتلونکي درس کې به موږ د اپشنونو په کارولو سره د Deriv پر سینتیتیک وړاندیزونو د معاملو د ستراتیژیو پلي کول وڅېړو. په دې درس کې له ګډون کولو مو مننه، او بریالۍ معاملې ولرئ!

Quiz

د Deriv Bot کارولو اصلي ګټه څه ده؟

په مارټینګیل (Martingale) ستراتیژۍ کې څه شامل دي؟

په Deriv Bot کې کومه ځانګړتیا د معاملو د ستراتیژیو پرمختللي تنظیم ته اجازه ورکوي؟

Analyse markets with AI-powered insights

Explore TradersView
WhatsApp