اصلي منځپانګې ته تېریږئ
درس
9
فارکس | پرمختللی

د اسعارو د تړاو ستراتیژۍ

موده
6
دقیقې


په دې درس کې به موږ د اسعارو د تړاو (currency correlation) مفهوم وڅېړو او دا به وګورو چې معامله کوونکي څنګه کولی شي د فارکس په بازار د فارکس بازار کې د بریالیو معاملاتي ستراتیژیو د جوړولو لپاره له هغې څخه په اغېزمنه توګه کار واخلي. د اسعارو ترمنځ پر تړاوونو پوهېدل تاسو ته دا وړتیا درکوي چې باخبره معاملاتي پرېکړې وکړئ او خپله عمومي معاملاتي ستراتیژي لا پیاوړې کړئ.
‍

د تړاو په اړه پوهېدل

په معاملو کې تړاو د دوو شتمنیو د حرکتونو ترمنځ اړیکې ته اشاره کوي.
‍

مثبت تړاو

  • تعریف: کله چې دوه شتمنۍ په ورته لوري حرکت کوي، هغوی مثبت تړاو ښیي.
    ‍
  • بېلګه: د EUR/USD او GBP/USD د اسعارو جوړې اکثراً یوځای حرکت کوي. که د EUR/USD ارزښت لوړ شي، نو GBP/USD هم معمولاً ورسره لوړېږي.
    ‍

منفي تړاو

  • تعریف: برعکس، منفي تړاو هغه مهال رامنځته کېږي کله چې یوه شتمني په یوه لوري حرکت وکړي او بله شتمني یې په مخالف لوري حرکت وکړي.
    ‍
  • بېلګه: سره زر او امریکایي ډالر معمولاً منفي تړاو ښیي. کله چې USD پیاوړی کېږي، نو سره زر چې بیه یې په ډالرو ټاکل کېږي (XAU/USD)، اکثراً په نورو اسعارو کې ګرانېږي او دا کار د سرو زرو د تقاضا د کمېدو لامل کېږي. برعکس، د امریکایي ډالر کمزوري کېدل د پېرودونکو لپاره سره زر ارزانه کوي او له امله یې تقاضا زیاتېږي.
    ‍

اضافي بېلګه: د سټاک شاخصونه

د سټاک شاخصونه هم له خپلو محلي اسعارو سره منفي تړاو ښودلی شي. د بېلګې په توګه، په جولای 2024 کې کله چې جاپاني ین کمزوری شو، د جاپان Nikkei 225 شاخص ریکارډ لوړې کچې ته ورسېد، چې دا ښیي د محلي اسعارو حرکتونه څنګه د سټاکونو پر فعالیت اغېزه کولی شي.
‍

د تړاوونو پر بنسټ معاملاتي ستراتیژۍ

معامله کوونکي کولی شي د اسعارو له تړاوونو څخه د دوو اساسي ستراتیژیو د پلي کولو لپاره ګټه واخلي:
‍

1. د معاملو تاییدول

کله چې دوه شتمنۍ پیاوړی تړاو ولري، په یوه کې حرکت کولی شي په بله کې د حرکت پخلی وکړي. دا کار هغو معامله کوونکو ته چې د پوزیشن نیولو په اړه فکر کوي، اضافي ډاډ ورکولی شي.

  • بېلګه: که EUR/USD او GBP/USD دواړه د لوړېدو په حال کې وي، دا ښیي چې یورو او پونډ د امریکایي ډالر په وړاندې پیاوړي کېږي. یو معامله کوونکی ښایي د دې تایید له امله پر EUR/USD د پېرودلو (long) پوزیشن په نیولو کې ډېر باور او ډاډ احساس کړي.
    ‍

2. په خطر کې تنوع راوستل د خطر مدیریت

هغه شتمنۍ چې منفي تړاو لري، له معامله کوونکو سره مرسته کولی شي ترڅو خپل د خطر کچه په بېلابېلو پوزیشنونو کې ووېشي.

  • بېلګه: د جاپاني ین، اسټرالیایي ډالر او چینایي یوان په څېر په بېلابېلو اسعارو کې د معاملو په وېشلو سره، معامله کوونکي کولی شي خپل پورټفولیو د بازار له بدلونونو او نوسانونو څخه وساتي. هر اسعار بېلابېلو اقتصادي لاملونو ته غبرګون ښیي، چې معامله کوونکو ته ډېره اسانتیا او انعطاف ورکوي.
    ‍

د منفي تړاوونو په اړه مهمه یادونه

که څه هم منفي تړاوونه د خطر په کمولو کې مرسته کولی شي، خو هغه په بشپړ ډول له منځه نه وړي. چمتو اوسئ چې د بازار د شرایطو په بدلېدو سره خپله ستراتیژي عیاره کړئ او په خپله معاملاتي تګلاره کې انعطاف وساتئ.
‍

پایله

د اسعارو پر تړاوونو په پوهېدو او د دغو ستراتیژیو په پلي کولو سره، تاسو کولی شئ خپلې معاملاتي پرېکړې ښې کړئ او یوه لا پیاوړې معاملاتي ستراتیژي جوړه کړئ.

کله چې تاسو دا مفاهیم پلي کوئ، اړینه ده چې لومړی دا ستراتیژۍ په یوه ډیمو حساب کې تمرین کړئ. دا کار به ستاسو د باور او تجربې په زیاتولو کې مرسته وکړي او تاسو ته به زمینه برابره کړي چې کله د چمتووالي احساس وکړئ، ژوندیو معاملو ته لاړ شئ.

Quiz

د دوو شتمنیو ترمنځ مثبت تړاو څه ښیي؟

هغه شتمنۍ چې منفي اړیکه لري څنګه په معاملو کې ګټورې تمامېدای شي؟

د خپلمنځي تړاوونو پر بنسټ د ستراتیژیو په کارولو سره له معاملو مخکې مهم ګام کوم دی؟

Analyse markets with AI-powered insights

Explore TradersView
WhatsApp